د دید خبري اژانس: د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې په افغانستان کې د 4G انټرنیټ خدماتو کاروونکو شمیر نږدې ۱۰ ملیون ته رسیدلی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي اعلان وکړ چې په افغانستان کې د 4G انټرنیټ خدماتو کاروونکو شمیر نږدې ۱۰ ملیون ته رسیدلی دی.
د الکوزي په وینا، اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۲ ملیون فعال سیم کارتونه شتون لري او نږدې ۱۷ ملیون خلک د انټرنیټ خدماتو څخه کار اخلي.
د مخابراتو وزارت ویاند د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د مخابراتي شبکو د پوښښ زیاتوالی د انټرنیټ خدماتو ته د خلکو د لاسرسي د پراخولو یو له اصلي عواملو څخه بللی دی.