اسلایدشوافغانستانبشري حقونهخبرچاودنه

په کابل کې د شمع هدایت په ښوونځي کې د چاودنې په اړه نړیواله غندنه، د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه

د دید خبري اژانس: هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د کابل په لویدیځ کې د “شمع هدایت” په خصوصي ښوونځي کې چاودنه غندلې او د پیښې د عاملینو د پیژندلو لپاره یې د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده.

چاودنه د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې وشوه، چې په اکثریت شیعه میشته سیمه ده، او د ښوونځي د چارواکو په وینا، ۵۲ نجوني او هلکان زده کونکي ټپیان شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم تایید کړې چې لږترلږه ۴۲ ماشومان چې عمرونه یې له ۹ څخه تر ۱۴ کلونو پورې دي ټپیان شوي دي.

قطر، متحده عربي امارات، سوریه او سعودي عربستان د هغو هیوادونو په ډله کې دي چې چاودنه یې غندلې ده. یوناما، یونیسف، د بخښنې نړیوال سازمان او اروپايي اتحادیې هم اندیښنه څرګنده کړې او د تحقیقاتو په ترسره کولو او د تعلیمي مرکزونو د امنیت په ډاډمنولو ټینګار کړی دی.

یوناما ویلي چې ښوونځي او تعلیمي مرکزونه باید د ماشومانو لپاره خوندي چاپیریال او له تاوتریخوالي څخه پاک وي.

تر اوسه پورې، هیڅ ډلې د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې چاودنه د لاسي بم له امله شوې او طالب چارواکو د پیښې په اړه د تحقیقاتو د پیل اعلان کړی دی؛ خو د تحقیقاتو د پروسې یا پایلو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button