د دید خبري اژانس: یوناما تایید کړې چې د دوشنبې په ماښام د کابل لویدیځ د دشت برچي په سیمه کې په یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۲ ماشومان چې عمرونه یې د ۹ او ۱۴ کلونو ترمنځ دي ټپیان شوي دي.

یوناما د ټپي شویو ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او د دې پیښې د بشپړې څیړنې غوښتنه یې وکړه ترڅو روښانه شي چې دا څنګه رامنځته شوه.
ادارې ټینګار وکړ چې ښوونځي او تعلیمي مرکزونه باید د ماشومانو لپاره خوندي ځایونه وي او له هر ډول تاوتریخوالي او زیان څخه خوندي وي.
تر اوسه هیڅ فرد یا ډلې د ترهګریز برید مسؤلیت نه دی منلی.