د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله چې د بشري حقونو پراخه سرغړونې پکې وشوې
د دید خبري اژانس: د بشري حقونو سازمان «رواداری» په یوه نوي راپور کې اعلان وکړ چې په تیرو پنځو کلونو کې، د بشري حقونو سرغړونې او د افغان اتباعو ځورونه په سیستماتیک ډول دوام لري، او زرګونه ملکي وګړي د هدفي وژنو، خپل سري نیولو او غیرقانوني سزاګانو قرباني شوي دي.

د سازمان د موندنو له مخې، د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵، څخه تر ۲۰۲۵ د دسمبر ۳۱ پورې، لږترلږه ۶،۹۲۹ ملکي وګړي په مختلفو پیښو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي؛ په پیښو کې هدفي او غیرقانوني وژنې، چاودیدونکي او ځانمرګي بریدونه، د جګړې څخه پاتې شوي مهمات چاودنې، او د پاکستاني پوځ بریدونه شامل دي.
په ورته موده کې، ۳۹۹ پخواني دولتي کارمندان او د دوی د کورنۍ غړي د طالبانو یا نامعلومو وسله والو لخوا په نښه شوي دي. همدارنګه، ۴۷ لاریون کوونکي، چې اته ښځې هم پکې شاملې دي، د طالبانو پر وړاندې په سوله ایزو لاریونونو کې د ګډون له امله مړه شوي دي.
رواداری د ۶،۰۴۳ خپل سري نیولو راپور ورکړی، چې پکې ښځینه لاریون کوونکي، پخواني دولتي کارمندان، د مدني ټولنې فعالان، خبریالان او د بشري حقونو مدافعین شامل دي. د نیول شویو کسانو په منځ کې، لږترلږه ۵۱ بندیان د شکنجې له امله مړه شوي او ۱۷۱ ورک شوي دي.
سازمان دا هم اعلان وکړ چې د طالبانو محکمو په تیرو پنځو کلونو کې ۲،۴۲۳ کسانو ته په “ظالمانه او غیر انساني” لارو سزا ورکړې ده، په شمول د عامه اعدامونو او غچ اخیستلو، په کوړو وهلو او د تورنو کسانو د مخونو تورولو.
د رواداری راپور د ښځو او نجونو د زده کړې او کار څخه محرومول، د عامه ځایونو څخه د هغوی ایستل، د بیان او رسنیو د آزادۍ ځپل، او د محدودیت لرونکو قوانینو پلي کول د بشري حقونو د نورو سرغړونو په توګه یاد کړي دي.
سازمان ټینګار وکړ چې د پراخ فشار، مدني مقاومت او د ښځو، مدني ټولنې فعالانو او ژورنالیستانو لخوا د ملاتړ سره سره، دوام لري، او د عدالت ترلاسه کولو لپاره به د سرغړونو مستند کول تعقیب شي.