د دید خبري اژانس: افغانستان او ترکمنستان د ترکمن آباد – مزارشریف ټرانزیټي لارې د جوړولو او د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

د نړیوالې ډلې د راپور له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې پلاوي ترکمنستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو او اقتصادي فعالانو سره د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
په دې غونډه کې له ترکمن آباد څخه د افغانستان شمالي سیمو او مزارشریف ته د ټرانزیټي لارې د جوړولو وړاندیز وشو. یوه لاره چې کولی شي د سوداګرۍ تبادلې په پراختیا کې مرسته وکړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ ټرانزیټي اړیکې پیاوړې کړي.
د سوداګرۍ په لاره کې د خنډونو لرې کول، د اقینې او تورغونډۍ د لارو د فعالیت پراختیا او اسانتیاوې او د انرژۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو پراخول د افغان پلاوي او ترکمن لوري ترمنځ د خبرو له نورو محورونو څخه وو.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې پلاوي همداراز ترکمنستان ته بلنه ورکړه چې د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو د څېړلو په موخه د ۱۰۰ تنو سوداګرو او پانګوالو یو پلاوی افغانستان ته واستوي. یو وړاندیز چې د ترکمنانو لخوا یې تود هرکلی وشو.
دا سلامشورې په داسې حال کې شوي چې افغانستان او ترکمنستان په وروستیو کلونو کې د اقتصادي، ټرانزیټ او انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تبادلې د حجم پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.