د دید خبري اژانس: د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي اعلان وکړ چې د هرمز تنګي بشپړه پرانیستل یوازې هغه وخت ممکن دي چې امریکا د تهران مهم شرطونه ومني. په دې شرایطو کې د بندیزونو لرې کول، د سمندري بندیز پای ته رسول او د جګړې تاوان ورکول شامل دي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محمد باقر ذوالقدر په یوه نوي دریځ کښې ټینګار وکړ چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل د امریکا لخوا د شپږو اساسي شرطونو په منلو پورې اړه لري. هغه ویلي دي چې دا ستراتیژیکه اوبه به تر هغه پورې تړلې وي تر څو چې واشنګټن پدې شرطونو راضي نه وي.
د ذوالقدر په وینا، په لبنان، فلسطین، یمن او عراق کې د ایران او د هغه د سیمه ییزو متحدینو پر ضد د امریکا د پوځي اقداماتو پای ته رسول، د سمندري محاصرې لغوه کول او د ایران له شاوخوا څخه د امریکايي ځواکونو وتل د تهران له مهمو شرطونو څخه دي. همداشان اسلامي جمهوریت د جګړې د زیانونو د جبرانولو، د اقتصادي بندیزونو د لیرې کولو او د خپلو کنګل شویو شتمنیو د خلاصون غوښتنه کړې ده.
دا دریځ ښیي چې ایران د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو سره د اقتصادي فشارونو د کمولو او د سیمه ییزو شخړو د پای ته رسولو په برخه کې له پراخو خبرو اترو سره تړلی دی. په همدې حال کې د عمان چارواکو د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره د نویو ترتیباتو په اړه د ایران او عمان وروستۍ خبرې اترې مثبتې او رغنده وبللې. له دې سره سره تهران ټینګار کوي چې یوازې له عمان سره موافقه کافي نه ده او عملي کول یې د امریکا په عملي اقدام پورې اړه لري.
ایران د واضحو شرایطو په ټاکلو سره واشنګټن ته خپل قاطع پیغام استولی دی: تر څو چې د ایران د خلکو حقوق او د دغه هیواد اقتصادی او سیاسی آزادۍ په رسمیت ونه پیژنی، د هرمز تنګی به د بېړیو د ازاد تګ راتګ لپاره نه خلاصیږی.