افغانستانامنیت او حوادثخبرماشومان

غزني کې په چاودنه کې ٦ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتي

د دید خبري اژانس: د غزني څخه ځایي سرچینې خبر ورکوي چې په یاد ولایت کې د یوې زړي سرګلولې په چاودنه کې ٣ ماشومان وژل او ٣ نور ټپیان دي.

دغه سرچینه چې نه غواړي هویت یي ښکاره شي وایي یاده پیښه شنبه ماځیګر مهال د غزنې مرکز سره نږدي د نوعي په سیمه کې شوي ده.
سرچینه وایي چې وژل شوي ماشومانو کې ٢ سره ورونه دي. ددغه ماشومانو عمرونه د ١٠ څخه تر ١٥ کلونو ترمنځ وه.

د یادي سرچینې په وینا چې دغه ماشومان د راګیټ یوه سرګلوله په یوه شاړه ځمکه کې موندلي وه چې وروسته یي ورسره لوبي کولي او هغه ورباندي چاودیدلی ده.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې نږدي هره ورځ د ناچاوده توکو په چاودونو کې ملکي خلک ژوند د لاسه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button