افغانستانتاریخي اثارخبرنړۍ

د مزار شریف د زیارت بیړنۍ بیارغونه د ایټالیا او یونسکو په همکارۍ پیل کیږي

د دید خبري اژانس: ایټالیا د یونسکو په همکارۍ د مزار شریف د زیارت د امنیت او بیارغونې لپاره یوه پروژه پیل کړې ده. دا تاریخي یادګار تیر کال د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته سخت زیانمن شو.

ایټالیا د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په همکارۍ د مزار شریف د زیارت د امنیت او بیارغونې لپاره د بیړنۍ مداخلې پروسه پیل کړې ده. د ایټالیا سفارت اعلان وکړ چې دا اقدام د افغانستان د کلتوري میراثونو د ساتنې او د ځایی ټولنو لپاره د کار فرصتونو د رامینځته کولو په هدف ترسره کیږي.

نیلي جومات، یا روضه شریف، د تیموریانو دورې ته ځي او په افغانستان کې یو له مهمو تاریخي او مذهبي یادګارونو څخه دی. تیر کال، د دې تاریخي یادګار د جوړښت یوه برخه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته ونړېده او زیانمنه شوه.

په خپله ګډه اعلامیه کې، ایټالیا او یونسکو یو ځل بیا د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د هیواد د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره په خپلو ژمنو ټینګار کړی دی. د زلزلې له امله د رامنځته شوي زیان وروسته، دغو دوو ادارو د جوړښت ثبات او د بیارغونې پروسې پیل په اجنډا کې اچولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button