افغانستانخبر

د طالبانو د کرنې وزارت پلاوی د کرنې په برخه کې د همکارۍ پراخولو په موخه مالدووا ته تللی

د دید خبری اژانس: د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د کرنې او مالدارۍ د وزیر مولوی صدر اعظم عثمانی په مشرۍ یو لوړ پوري پلاوی د مالدووا جمهوریت د کرنې او خوراکی صنایعو وزارت په رسمی بلنه دغه هیواد ته تللی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه سفر به د ۲۰۲۶ کال د اګسټ له ۲مې تر ۷مې دوام وکړي او موخه یې د نباتاتو د ساتنې، کرنې څېړنو، د افتونو د مدیریت، د نویو کرنیزو تکنالوژیو او د افغانستان او مالدووا ترمنځ د علمي او تخنیکي همکاریو پراختیا په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پراخول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button