امنیت او حوادثخبرسیمه
د پاکستان په وزیرستان کې پر یوې امنیتي پوستې ځانمرګی برید شوی
د دید خبري اژانس: د پاکستان امنیتي سرچینو د شنبې په ورځ (د اسد په دریمه) اعلان وکړ چې په جنوبي وزیرستان کې د یوې امنیتي پوستې ته نږدې ځانمرګی برید شوی دی.

د پاکستان په وزیرستان کې پر یوې امنیتي پوستې ځانمرګی برید شوی
د دې سرچینو په وینا، د پیښې د احتمالي تلفاتو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي. خو برید ناکام شو.
د تحریک طالبان پاکستان ډلې د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
ځایي اوسیدونکو وویل چې د یوې زورورې چاودنې وروسته، د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.
دا پیښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې په وروستیو اونیو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ځینو برخو کې بریدونه زیات شوي دي.
دا برید د ټانک ولسوالۍ په ګډ پولیس سټیشن باندې د مرګوني برید څخه دوه ورځې وروسته وشو، چې پکې یو شمیر امنیتي ځواکونه او پولیس ووژل شول.