افغانستانخبر

د ملګري ملتونه خبرداری: د انرژۍ سخت بحران په افغانستان کې ژوند فلج کړی دی

د دید خبري اژانس: په افغانستان کې د برېښنا بحران د زده کړې او اقتصاد لاره بنده کړې ده؛ ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د نوي کیدونکي انرژۍ په برخه کې د پانګونې پرته، د هیواد د ښارونو پایښت به له خطر سره مخ شي.

د برېښنا سخت کمښت د افغانستان په ښارونو کې ژوند ننګولی او اقتصادي او تعلیمي فعالیتونه یې فلج کړي دي.

دې کړکېچ ته په اشارې سره، د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام ټینګار وکړ چې له دې بند څخه د وتلو یوازینۍ لاره د نوي کیدونکي انرژۍ پراختیا باندې تمرکز کول دي.

د سازمان په وینا، اوسنیو شرایطو ته په پام سره، په لمریزه انرژۍ کې پانګونه یو انتخاب نه دی، بلکې په افغانستان کې د ښاري جوړښتونو د بیارغونې او دوامداره پراختیا رامینځته کولو لپاره یوه اساسي اړتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button