امنیت او حوادثخبرسیمهنړۍ

چین پر ایران د امریکا بریدونه غندي او د جګړې د زیاتېدو د مخنیوي غوښتنه کوي

دید خبري اژانس: د چین د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د سرطان ۱۷مه) په ایران کې پر لسګونو هدفونو د امریکا پراخ بریدونه وغندل او په منځني ختیځ کې یې د شخړو د زیاتېدو خبرداری ورکړ.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: “د جګړې بیا پیل او زیاتېدل د دواړو خواوو په ګټه نه دي، او پوځي حل لارې نشي کولی بنسټیزې ستونزې حل کړي.”

هغه دا څرګندونې په ایران کې پر اهدافو د امریکا د وروستیو بریدونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې او له ټولو خواوو یې وغوښتل چې له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې په سیمه کې تاوتریخوالی او بې ثباتي خپروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button