د دید خبري اژانس: د جنوبي آسیا پوهنتون د افغانستان د مالي ونډې د نه ورکړې له امله افغان زده کونکو ته د بورسونو ورکول بند کړل.

د ټایمز آف انډیا په وینا، د جنوبي آسیا پوهنتون رییس کېکې اګروال وویل چې افغان زده کونکو ته د بورسونو ورکولو د بندولو پریکړه وروسته له هغه وشوه چې بوتان پوهنتون ته د افغانستان د مالي ونډې د نه ورکړې پر وړاندې اعتراض وکړ.
هغه زیاته کړه چې له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل، هند د اوسني حکومت د نه پیژندلو له امله، د دې مسلې د حل لپاره رسمي اړیکه نیول ممکن نه دي.
د دې پریکړې له مخې، افغان زده کونکو ته د بورسونو ورکول به تر هغه وخته پورې ودرول شي تر څو چې مالي او اداري ستونزې حل نشي.