افغانستانخبرنړۍ

د جنوبي آسیا پوهنتون افغان زده کونکو ته د بورسونو ورکول بند کړل

د دید خبري اژانس: د جنوبي آسیا پوهنتون د افغانستان د مالي ونډې د نه ورکړې له امله افغان زده کونکو ته د بورسونو ورکول بند کړل.

د ټایمز آف انډیا په وینا، د جنوبي آسیا پوهنتون رییس کې‌کې اګروال وویل چې افغان زده کونکو ته د بورسونو ورکولو د بندولو پریکړه وروسته له هغه وشوه چې بوتان پوهنتون ته د افغانستان د مالي ونډې د نه ورکړې پر وړاندې اعتراض وکړ.

هغه زیاته کړه چې له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل، هند د اوسني حکومت د نه پیژندلو له امله، د دې مسلې د حل لپاره رسمي اړیکه نیول ممکن نه دي.

د دې پریکړې له مخې، افغان زده کونکو ته د بورسونو ورکول به تر هغه وخته پورې ودرول شي تر څو چې مالي او اداري ستونزې حل نشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button