طا-لبان: موږ د ازبکستان او تاجکستان د راکټي بریدونو عاملین له منځه یوړل
ډید خبري آژانس: د طا-لبانو ویاند وايي، د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې مو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې د «خوارجي» په نوم هغه قرارګاه له منځه وړې چې په ازبکستان او تاجکستان یې راکټي بریدونه کول.
طا-لب وياند ذبيح الله مجاهد په دې وروستيو کې ويلي، چې تېره شپه د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د خوارج پر مرکز عمليات شوي دي.
ده وويل: په دغو عملياتوکې درې تنه خوارجيان ووژل شول او پنځه تنه يې ژوندي ونيول شول.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه کسان څه موده وړاندې د ازبکستان او تاجکستان په راکټي بریدونو سره په نښه شول.
د راپورونو له مخې، د داعش خراسان څانګه څو ځلې د افغانستان له خاوری، تاجکستان او ازبکستان د راکټي بریدونو هدف ګرځېدلې ده. که څه هم دغو بریدونو مرګ ژوبله نه ده اړولې، خو زیانونه یې اړولي دي.
طا-لبان د داعش ډله «خوارج» بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو تر دې وړاندې هم څو ځلې اعلان کړی و، چې داعش په افغانستان کې له منځه تللی او اوس کوم ګواښ نه دی.