خبرنړۍ

د امریکا سنا د ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره پریکړه لیک تصویب کړ

د دید خبري اژانس: د امریکا سنا یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له ادارې څخه یې د ایران په وړاندې د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو غوښتنه کړې.

د امریکا سنا یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له ادارې څخه یې د ایران په وړاندې د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو غوښتنه کړې
د رایې ورکولو د پایلو پراساس، ۵۰ سناتورانو د پریکړې په حق کې رایه ورکړه او ۴۸ یې پر ضد رایه ورکړه. د پلان د ملاتړ کونکو په منځ کې څلور جمهوري غوښتونکي سناتوران وو، پداسې حال کې چې یوازې یو دیموکرات سناتور یې مخالفت وکړ.

مخکې له دې، د امریکا د استازو جرګې د دې میاشتې په پیل کې ورته سند تصویب کړ.

په دې مشورتي پریکړه لیک کې، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتل شوي چې د ایران په وړاندې له هر ډول شخړې یا دښمنانه عملیاتو څخه امریکایي ځواکونه وباسي؛ پرته لدې چې دا ډول اقدام د کانګرس لخوا تصویب شي یا د برید په وړاندې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو د دفاع لپاره اړین وګڼل شي.

په هرصورت، دا پریکړه لیک په طبیعت کې مشورتي دی او په قانوني توګه پابند نه دی؛ له همدې امله، اجرایوي څانګه کولی شي له دې څخه سترګې پټې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button