اسلایدشوخبرسیمهنړۍ

فرانسه: د امریکا او ایران هر ډول تړون باید د لبنان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تضمین کړي

د دید خبري اژانس: د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي دي چې د G7 هیوادونه په دې باور دي چې په لبنان کې اوربند باید “بشپړ او سمدستي” وي او ټینګار یې وکړ چې دا “جامع او اړین” دی.

فرانسه: د امریکا او ایران هر ډول تړون باید د لبنان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تضمین کړي
هغه زیاته کړه چې د امریکا او ایران ترمنځ هر ډول تړون باید د لبنان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو ډاډ ورکړي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د لبنان په جنوبي سیمو کې د اسرائیلو بریدونه کم شوي خو لا هم په بشپړه توګه نه دي درېدلي.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لبنان کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو د بندولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: “نه، زه غواړم چې اسرائیل د خپل ځان د دفاع توان ولري، خو دا باید سم قضاوت وکړي.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button