خبرسیمهنړۍ

ملګرو ملتونو د امریکا او ایران د سولې تړون هرکلی وکړ او په لبنان باندې یې د اسراییلو بریدونه وغندل

د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د امریکا او ایران د سولې تړون هرکلی وکړ چې پکې سمدستي او دایمي اوربند، د هرمز تنګي پرانیستل او د دوامداره خبرو اترو لپاره د چوکاټ جوړول شامل دي، او دا یې د شخړې د سوله ایز حل په لور یو مهم ګام وباله.

ملګرو ملتونو د امریکا او ایران د سولې تړون هرکلی وکړ او په لبنان باندې یې د اسراییلو بریدونه وغندل
د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم په لبنان باندې د اسراییلو بریدونه په کلکه وغندل، ویې ویل چې دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې د امریکا او ایران ترمنځ یوې موافقې ته د رسیدو او د شخړې د سوله ایز حل لپاره لاره هواره کولو هڅې روانې وې.

ګوتریش د پاکستان، قطر، مصر، سعودي عربستان، ترکیې او نورو سیمه ایزو هیوادونو د رغنده رول ستاینه هم وکړه چې د دې تړون په پایله کې د خبرو اترو ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button