د دید خبري اژانس: د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس به د فیفا د ځانګړو میلمنو سره یوځای په مکسیکوسیټي کې د ۲۰۲۶ نړیوال جام د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د دې ادارې مشر محمد یوسف کارګر د ۲۰۲۶ نړیوال جام د پرانیستې مراسمو کې د ګډون لپاره مکسیکو ته تللی دی.
کارګر د فیفا په رسمي بلنه په دې سفر کې ګډون کوي او د مکسیکو او سویلي افریقا ترمنځ د پرانیستې لوبه به د فدراسیونونو د مشرانو او د نړۍ د فوټبال د لوړ پوړو چارواکو سره یوځای له نږدې وګوري.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام به د ۴۸ ټیمونو په ګډون سره ترسره شي او د دې ټورنمنټ په تاریخ کې ترټولو لوی ګڼل کیږي.