د دید خبري اژانس: ملګرو ملتونو په افغانستان کې د انرژۍ پروژو د ورو پرمختګ په اړه اندېښنه څرګنده کړه، او ټینګار یې وکړ چې په وارداتي برېښنا د تکیه کمولو لپاره په نوي کېدونکو سرچینو کې پانګونه وشي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام دفتر اعلان وکړ چې افغانستان د خپلې برېښنا ډېرې اړتیاوې له بهر څخه پوره کوي او د هېواد لخوا مصرف شوې شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا واردېږي.
د سازمان د راپور له مخې، د افغانستان د وارداتي برېښنا له ۹۰ سلنې څخه زیاته برخه د منځنۍ آسیا هېوادونو او ایران څخه برابرېږي. همدارنګه، یوازې د افغانستان له ۳۵ څخه تر ۴۰ سلنې پورې نفوس د برېښنا ملي شبکې ته لاسرسی لري، او د وګړو یوه مهمه برخه، په ځانګړې توګه په کلیوالي سیمو کې، برېښنا ته د دوامداره لاسرسي څخه محرومه ده.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام دفتر، په افغانستان کې د انرژۍ پروژو د ورو پرمختګ په اړه اندېښنه څرګنده کړه، او د برېښنا تولید زیربنا کې د پانګونې اړتیا باندې ټینګار وکړ.
دا سازمان په دې باور دی چې د لمریزې او بادي انرژۍ په ګډون د نوي کیدونکو انرژۍ پراختیا کولی شي د بریښنا وارداتو باندې د افغانستان تکیه کمه کړي او د انرژۍ ځان بسیاینې ته لاره هواره کړي.
ملګرو ملتونو دا هم ټینګار کړی چې د انرژۍ په سکتور کې د پانګونې پراخول، د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو سربیره، کولی شي د برېښنا صادراتو لپاره فرصتونه هم برابر کړي او په اوږد مهال کې د افغانستان اقتصادي وده ګړندۍ کړي.