د دید خبري اژانس: د لغمان ولایت په قرغي ولسوالۍ کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د لېږدونکي موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي. سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د لغمان د والي ویاند اعلان وکړ چې د قرغي ولسوالۍ په سرخکان سیمه کې له پاکستان څخه راستنېدونکي کډوالو د لېږدونکي موټر د چپه کېدو له امله ۴۷ کسان وژل شوي او ټپیان دي.
عبدالمالک نیازي وویل چې دا پېښه نن سهار رامنځته شوه او ۱۸ کسان چې ۱۰ ماشومان او پنځه ښځې هم پکې شاملې دي، خپل ژوند له لاسه ورکړ. د هغه په وینا، په دې پېښه کې ۲۹ نور ټپیان هم شوي دي.
هغه زیاته کړه چې ټول ټپیان د درملنې لپاره د ننګرهار ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي، او د ځینو حالت نازک ښودل شوی دی.
سیمه ییزو چارواکو د پېښې دقیق لامل نه دی اعلان کړی، خو د موټر د چپه کېدو د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوې دي.
په وروستیو کلونو کې، په افغانستان کې د ترافیکي پیښو اصلي لاملونه د ډیر سرعت، د موټرو تخنیکي ستونزو او د ځینو سړکونو خراب حالت له امله رامینځته شوي دي.