د دید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان کړی چې مسکو ته اجازه ورکړل شوې چې افغانستان ته بشري مرستې ورسوي او که کابل په رسمي ډول غوښتنه وکړي نو دا مرسته به افغانستان ته واستول شي.

کابلوف د روسیې له رسنیو سره په یوه مرکه کې وویل چې اوسني کورني کرنیز حاصلاتو د افغانستان د خوړو بحران یو څه کم کړی دی، خو خبرداری یې ورکړ چې هیواد ممکن په راتلونکي کې بیا د خوړو له کمښت سره مخ شي.
هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب وضعیت نازک پاتې دی او بشري ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا ده.