د دید خبري اژانس: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان وکړ چې هیواد یې چمتو دی چې د سیمه ییزې سولې د خبرو اترو بل پړاو “ډیر ژر” ترسره کړي.

د ډونالډ ټرمپ او یو شمیر سیمه ییزو مشرانو سره د ټیلیفوني خبرو اترو وروسته، هغه په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې دا خبرې اترې د سیمې د اوسني وضعیت بیاکتنې او د سولې د هڅو د پرمختګ لپاره ترسره شوې.
د شهباز شریف په وینا، د سعودي عربستان، قطر، ترکیې، مصر، متحده عربي اماراتو، اردن او پاکستان مشران په دې ټیلیفوني اړیکه کې حاضر وو.
هغه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز مارشال عاصم منیر د هڅو ستاینه هم وکړه او ویې ویل چې هغه په دې ټیلیفوني اړیکه کې د پاکستان استازیتوب کړی او د خبرو اترو په پروسه کې یې فعال رول لوبولی دی.
شهباز شریف د سولې د پرمختګ لپاره د ټرمپ د “فوق العاده هڅو” هرکلی هم وکړ او ټینګار یې وکړ چې پاکستان به په سیمه کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د پاکستان لومړي وزیر په څلور ورځني سفر چین ته تللی دی.