اسلایدشوافغانستانخبر

د افغانستان پاسپورټ په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۳ مقامونه پورته شوي دي

د دید خبري اژانس: د افغانستان پاسپورټ په وروستۍ نړیواله درجه بندۍ کې ۱۳ مقامونه پورته شوي دي، چې په ۲۰۲۱ کال کې له ۱۱۶ مقام څخه په نړۍ کې ۱۰۳ مقام ته رسیدلی دی.

د پاسپورټونو عمومي ریاست اعلان کړی چې د افغانستان پاسپورټ په وروستۍ نړیواله درجه بندۍ کې ۱۳ مقامونه پورته شوي دي، چې د نړۍ د هیوادونو په منځ کې یې ښه مقام ترلاسه کړی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، افغان پاسپورټ، چې په ۲۰۲۱ کال کې په نړۍ کې ۱۱۶ مقام درلود، اوس ۱۰۳ مقام ته رسیدلی دی
د هینلي انډیکس راپور هم دا مثبت بدلون ثبت او تایید کړی دی.

د پاسپورټونو عمومي ریاست چارواکي وايي چې په دې څانګه کې د خدماتو وړاندې کولو پروسه د پخوا په پرتله ښه شوې او د چټکو، شفافو او معیاري خدماتو وړاندې کولو هڅې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغان پاسپورټ تل په تیرو کلونو کې د نړۍ د پاسپورټ د اعتبار جدول په پای کې و، په ځانګړې توګه د جمهوري دورې په جریان کې، او د ځینو نړیوالو ادارو لخوا د نړۍ یو له کمزورو پاسپورټونو څخه پیژندل شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button