د حیرتان په بندر کې زر جریبه ځمکه د ځانګړي اقتصادي زون د جوړولو لپاره ځانګړې شوې
د دید خبري اژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د بلخ ولایت د حیرتان بندر ته نږدې د “ترهخې” په سیمه کې یو زره جریبه ځمکه د ځانګړي اقتصادي زون د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده، او د ازبک پانګوالو لپاره پراخه پانګونې فرصتونه برابر شوي دي.

د حیرتان په بندر کې زر جریبه ځمکه د ځانګړي اقتصادي زون د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي نن (یکشنبه، د ثور ۲۰مه) د ازبکستان د قارهقالپاقستان جمهوریت د پارلمان د رییس امانبای اورینبایف او د هغه د ملګري پلاوي سره په یوه غونډه کې دا موضوع راپورته کړه.
د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دواړو خواوو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو، د ګډو پانګونو د زیاتولو او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړ.
په دې غونډه کې د افغانستان د پنبې، ډبرو سکرو، تازه او وچو میوو د صادراتو، د خوړو او ساختماني صنعتونو د پراختیا او همدارنګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګرځندوی همکارۍ د پیاوړتیا په اړه بحث وشو.
دواړو خواوو د ګډو نړیوالو نندارتونونو د معیاري کولو، د درملو تولید، په افغانستان کې د کانونو پروسس، په مهمو سکتورونو کې د ګډې پانګونې او د قارهقالپاقستان جمهوریت څخه د مالګې صادراتو کې د همکارۍ په اړه هم بحث وکړ.
نورالدین عزیزي د قارهقالپاقستان جمهوریت د پارلمان له رییس څخه وغوښتل چې د ترمذ په بازار کې د همغږۍ او اړیکو دفتر جوړ کړي ترڅو د دواړو خواوو د خصوصي سکتورونو ترمنځ اړیکه اسانه کړي او د سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره اساس چمتو کړي.
هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د پانګونې چاپیریال د ازبک پانګوالو لپاره مناسب دی او د حیرتان بندر ته نږدې د ځانګړي اقتصادي زون جوړول کولی شي د سیمه ایزې سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
په ورته وخت کې، امانبای اورینبایوف اعلان وکړ چې د قارهقالپاقستان جمهوریت د سوداګرۍ خونې به ډیر ژر په روسیه، قزاقستان او قرغزستان کې پرانیستل شي ترڅو د افغان حکومت او خصوصي سکتور په همکارۍ دغو بازارونو ته د افغان صادراتي توکو بازار موندنه او لاسرسی چمتو کړي.