امنیت او حوادثخبرسیمهچاودنه

د موټربم په برید کې څلور پاکستاني پولیس ووژل شول

د دید خبري اژانس: د پاکستان امنیتي سرچینو اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د فاتح‌خیل پولیسو پوستې باندې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه څلور پولیس ووژل شول او څو نور ټپیان شول.

د پاکستاني رسنیو د لومړنیو راپورونو له مخې، بریدګرو د چاودیدونکو توکو ډک موټر په کارولو سره امنیتي پوسته په نښه کړه، چې په پایله کې یې لویه چاودنه وشوه. د چاودنې شدت دومره لوړ و چې غږ یې په لرې پرتو سیمو کې اوریدل شوی او د نږدې استوګنیزو کورونو ځینې برخې هم زیانمنې شوې دي.

عیني شاهدانو ویلي چې د پوستې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې او دا ممکنه ده چې یو شمیر امنیتي ځواکونه د کنډوالو لاندې بند پاتې وي.

د ژغورنې عملیات لاهم روان دي.

په ورته وخت کې، امنیتي ځواکونه او بریدګر په ډزو کې ښکیل دي او په سیمه کې نښتې روانې دي.

پولیسو ویلي چې د یو شمیر امنیتي ځواکونو جسدونه د کنډوالو لاندې را ایستل شوي دي، مګر د مرګ ژوبلې وروستۍ شمیره لا تر اوسه په رسمي ډول نه ده تایید شوې.

تر اوسه پورې هیڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button