خبرسیمهنړۍ

د پاکستان دفاع وزیر: د ایران او امریکا ترمنځه موافقه د ګډو پولو د امنیت ضمانت کوي

ډ دید خبري اژانس: د پاکستان د دفاع وزیر د ایران او امریکا ترمنځ د موافقې د احتمال هرکلی وکړ او اعلان یې وکړ چې اسلام آباد به یو له هغو مهمو هیوادونو څخه وي چې له دغه تړون څخه به ګټه پورته کړي او له ایران سره په ګډو پولو کې به امنیت ټینګ شي.

د پاکستان دفاع وزیر: د ایران او امریکا ترمنځه موافقه د ګډو پولو د امنیت ضمانت کوي
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د سیمې د پرمختګونو او د تهران او واشنګټن د اړیکو د راتلونکې په اړه په خپلو څرګندونو کښې هیله څرګنده کړه چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې به یوې نتیجې ته ورسیږی او د تاوتریخوالی د کمولو او د بندیزونو د لرې کولو لپاره به زمینه برابره کړی.

نوموړي د سیمې پر حالاتو د دغه تړون مستقیمو اغیزو ته په اشارې سره وویل، پاکستان به د احتمالي تړون تر ټولو لوی ګټه اخیستونکی وي. ځکه چې د هغې یوه مهمه پایله د ایران او پاکستان په ګډو پولو کې د امنیت زیاتوالی دی.

هغه زیاته کړه: د سیمه ایزو اړیکو ثبات د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره شرایط برابرولی شي.

د پاکستان د دفاع وزیر همداراز ټینګار وکړ چې که پر ایران بندیزونه لیرې شي، اسلام اباد به وکولای شي چې د تېلو او ګازو په ګډون د خپلو انرژۍ د اړتیا یوه برخه له ایران څخه په مستقیمه او د ځمکې له لارې برابره کړي. یوه مسله چې کولی شي د پاکستان د انرژي وارداتو لګښتونه کم کړي او په لرې پرتو بازارونو باندې د هیواد انحصار کم کړي.

خواجه اصف په دې خبرې سره چې پاکستان له څو کلونو راهیسې له اقتصادي ننګونو او د انرژۍ له بحران سره مخامخ دی، وویل چې د ایران د انرژۍ سرچینو ته اسانه لاسرسی د پاکستان د اقتصاد د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتولو لپاره نوی فرصت رامنځته کولای شي.

نوموړي دغه راز د ټرانزیټ، سرحدي سوداګرۍ او د انرژۍ د ګډو پروژو په برخو کې د پراخو همکاریو د ظرفیتونو په اړه خبرې وکړې.

خواجه اصف د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د پاکستان او هند ترمنځ وروستیو پرمختګونو ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې هغه څه چې ده د هند پر وړاندې د پاکستان “تاریخي بریا” بولي، د اسلام اباد نړیوال دریځ پیاوړی کړی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر وویل چې دې پرمختګونو ډیری هیوادونه پاکستان د کړکیچ په مدیریت کې د یو وړ هیواد او همدارنګه په سیمه ایزو مسلو کې د باور وړ منځګړی په توګه پیژندلی دی.

هغه په ​​پای کې ټینګار وکړ د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ هرډول کمیدل په جنوبی اسیا او لویدیځې اسیا کې د لا زیاتې ثبات او د سیمې د هیوادونو په تیره بیا د پاکستان لپاره نوی اقتصادی او سیاسی فرصتونه برابروی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button