امنیت او حوادثخبرنړۍ
په بنت جبیل کې د برازیل اتباع ووژل شول؛ برازیل د اسراییلو برید وغنده
د دید خبري اژانس: د برازیل د بهرنیو چارو وزارت د لبنان په سویل کې د بنت جبیل په سیمه کې د اسراییلو رژیم برید په کلکه وغانده، او دا یې د اوربند تکراري سرغړونه وبلله.

په برید کې یو ۱۱ کلن برازیلی ماشوم، د هغه مور او د هغه لبنانی پلار ووژل شول، او د کورنۍ یو بل ماشوم ټپي او په روغتون کې بستر شو.
په بیروت کې د برازیل سفارت اعلان وکړ چې د قربانیانو له کورنیو سره په تماس کې وه او قونسلګرۍ مرستې چمتو کوي. برازیل د پرله پسې بریدونو او د استوګنې سیمو ویجاړولو او د لبناني خلکو د پراخه بې ځایه کیدو په اړه هم نیوکه کړې ده.
د لبنان د روغتیا وزارت هم راپور ورکړی چې په وروستیو اسراییلي بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.