د دید خبري اژانس: د ارزګان ولایت کې د وچو میوو یو شمیر سوداګر د بازار او معیاري ذخیره کولو اسانتیاو نشتوالي څخه شکایت کوي.

د ارزګان ولایت کې د وچو میوو سوداګرو ویلي چې د مناسب بازار او معیاري سړو خونو نشتوالي د دوی د سوداګرۍ لپاره جدي ننګونې رامینځته کړې دي.
د دوی په وینا، هر کال سخت باران د دوی محصولاتو ته زیان رسوي او درانه مالي زیانونه اړوي.
دا سوداګر له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د وچو میوو د ذخیره کولو او پلورلو لپاره یو مجهز مرکز جوړ کړي، چې په دې توګه د دې صنعت د ودې لپاره اساس برابر کړي.
په ورته وخت کې، د ارزګان د صنایعو او کانونو خونې چارواکو اعلان وکړ چې د لوی مرکز د جوړولو لپاره ۹۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او عملي کار به یې ډیر ژر پیل شي.