اسلایدشوخبرنړۍ

متحده ایالاتو په فارس خلیج کې د خپلې پرمختللې ډرون الوتکې ورکیدل تایید کړي دي

د دید خبري اژانس: د امریکایی خبري سرچینو په وینا، متحده ایالاتو بالاخره اعتراف وکړ چې دوی د شاوخوا ۲۳۸ ملیون ډالرو په ارزښت د MQ-4C Triton کشفي ډرون له لاسه ورکړی دی. ډرون، چې د پرمختللو څارنې او استخباراتو راټولولو تجهیزاتو سره سمبال وه، د اپریل په ۹مه د فارس خلیج په سیمه کې ورک شو.

د راپور له مخې، د ډرون د اړیکو او تعقیب سیګنال ناڅاپه او په بشپړه توګه قطع شو او له هغه وخت راهیسې د هغې د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نه دي خپاره شوي.

امریکایی چارواکو د پیښې د لامل په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، مګر اعلان یې کړی چې تحقیقات روان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button