د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان کړی چې د افغانستان د وجهي صندوق په ۲۰۲۵ کال کې ۷۳.۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي ترڅو په افغانستان کې ناڅاپي ټکانونو او روانو بشري اړتیاوو ته ځواب ووایی.

اوچا (OCHA) د حمل په ۲۳مه یو راپور خپور کړ چې پکې ویل شوي چې دا مرسته د بیړني حالت د حل او د زیان منونکو ډلو د ملاتړ لپاره کارول شوې ده، په ځانګړې توګه په داسې حالت کې چې هیواد له ګڼو بحرانونو سره مخ دی.
د راپور له مخې، شاوخوا ۳.۵ میلیونه خلک، چې راستنیدونکي، زلزله ځپلي او وچکالۍ ځپلي دي، له دې مرستې څخه ګټه پورته کړې ده.
په ورته وخت کې، اوچا خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري. دې سازمان د دې وضعیت ته د ځواب ویلو لپاره د ۱.۷ میلیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې ده، دا هغه شمېره ده چې په هیواد کې د روان بشري بحران منعکس کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د پراخې بې وزلۍ، اقتصادي بې ثباتۍ، طبیعي پیښو او د سرچینو کمښت په څیر ننګونو سره مخ دی، او د نړیوالې ټولنې د دوامداره ملاتړ اړتیا تر بل هر وخت ډیره احساس شوې ده.