د دید خبري اژانس: د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ نن، چهارشنبه (د حمل ۱۹) اعلان وکړ چې د چین، افغانستان او پاکستان استازو د اپریل له لومړۍ څخه تر اوومې پورې د سینکیانګ د خودمختاره سیمې په مرکز ارومچي کې یوه غیر رسمي غونډه وکړه.

چین: د کابل-اسلام آباد ۷ ورځنۍ غونډه د پایلو پر بنسټ پای ته ورسېده
د هغه په وینا، د دریو هیوادونو د پلاوي غړو کې د بهرنیو چارو، دفاعي او امنیتي ادارو استازي شامل وو.
ماو نینګ په مطبوعاتي کنفرانس کې زیاته کړه چې خبرې اترې په مثبته فضا کې ترسره شوې او ګډونوالو مسلو په روښانه او عملي ډول بحث وکړ. د هغه په وینا، غونډه د “ستونزو حل، پایلو پر بنسټ او عمل پر بنسټ” چلند سره ترسره شوه.
د خبرو اترو د محتوا نور جزئیات نه دي خپاره شوي، مګر د امنیتي او دفاعي ادارو په شتون ټینګار ښیي چې مهمې برخې لکه امنیتي همکاري، سیمه ایزه همغږي، او ګډې ننګونې د دې غونډې په اجنډا کې وې.