د دید خبري اژانس: د اروپايي اتحادیې د کوپرنیک د اقلیم بدلون خدماتو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د ختیځ، سویلي او لویدیځ لویې برخې به په راتلونکو دریو ورځو کې له ډیرو سختو سیلابونو سره مخ شي. د طالبانو چارواکو هم له خلکو غوښتي چې پلونو، سیندونو او ښکته سیمو ته له نږدې کیدو ډډه وکړي.

د کوپرنیک د اقلیم بدلون خدماتو اعلان کړی چې په راتلونکو ورځو کې به درانه بارانونه او پراخ سیلابونه د افغانستان ختیځ، سویلي او لویدیځې برخې اغیزمنې کړي. اروپايي ادارې خبرداری ورکړی چې په ځینو سیمو کې د سیلابونو شدت به د تیرو ورځو په پرتله زیات شي.
د وړاندوینو له مخې، د پکتیا، پکتیکا او د غزني او زابل ځینې برخې به تر ټولو لوی خطر سره مخ شي او په دې سیمو کې د سختو سیلابونو احتمال خورا لوړ دی. د هیواد په جنوب او لویدیځ کې، د هرات، فراه، کندهار، خوست او څو نور ولایتونه به د متوسط سیلابونو سره مخ شي.
نیمروز، بادغیس، میدان وردګ، پروان، کاپیسا، هلمند او ځینې نور ولایتونه هم د لږ شدید سیلابونو له خطر سره مخ دي، خو سیمه ییزو چارواکو خبرداری ورکړی چې خطر لاهم جدي دی.
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې اعلان کړی چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې له ۲۰ څخه زیاتو ولایتونو کې د درنو بارانونو، برېښنا او سیلابونو د راتلو احتمال شته. دې ادارې له خلکو غوښتي چې د سیلابونو له لارو او زیان منونکو سیمو څخه ډډه وکړي.
د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو د قربانیانو شمېر لږ تر لږه ۴۸ کسانو ته رسیدلی دی.
د انساني تلفاتو سربیره، درنو بارانونو زیربناوو، کورونو او کرنیزو ځمکو ته سخت زیان اړولی دی، چې ډیری کورنۍ یې بې کوره کړي دي.