د دید خبري اژانس: د طبیعي پیښو سره د چمتووالي ملي ادارې اعلان کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د طبیعي پیښو له امله د تلفاتو شمیر ۳۱ ته رسیدلی دی.

په هیواد کې د سیلابونو له امله ۳۱ کسان مړه او ټپیان شوي
د ادارې په وینا، د درنو بارانونو، سیلابونو، ځمکي ښویدنې او بریښنا له امله ۱۴ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
دې پیښو پراخ زیانونه هم اړولي او شاوخوا ۴۷۶ کورونه ویجاړ شوي دي.
ادارې زیاته کړه چې د لومړنیو احصایو پر بنسټ، ۶۰۳ کورنۍ اغیزمنې شوې دي او ۱،۴۲۳ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۶ دوکانونه، ۲۳ د اوبو رسولو شبکې او یو شمیر څاګانې هم زیانمنې شوې دي.
د طبیعي پیښو سره د چمتووالي ملي ادارې ټینګار کړی چې پلټنې روانې دي او احتمال شته چې د تلفاتو او زیانونو شمیر به زیات شي.