افغانستانامنیت او حوادثبشري حقونهجګرهخبر
د اسلامي مرستو سازمان خبرداری: په ختیځ افغانستان کې زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي
د دید خبري اژانس: اسلامي مرستو نړیوال سازمان اعلان وکړ چې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ د نښتو د شدت وروسته، د هیواد په ختیځو سیمو کې زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي او اوس په یوه بحراني حالت کې ژوند کوي.

د خوړو، څښاک اوبو او مناسب سرپناه سخت کمښت ته په اشارې سره، د مرستې سازمان د بې ځایه شویو وضعیت “بیړنی او د اندیښنې وړ” وباله او له ښکیلو خواوو یې وغوښتل چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او د بشري مرستو رسولو لپاره اوربند بیا پیل کړي.
د اسلامي مرستو سازمان خبرداری ورکړ چې دوامداره نښتې کولی شي په سیمه کې بشري بحران لا پسې خراب کړي او اغیزمنو خلکو ته د مرستې سازمانونو لاسرسی نور هم محدود کړي.