افغانستانخبردرملروغتیا

په خوست کې د امانتي صندوق په مرسته څلور نوي روغتیايي مرکزونه پرانستل شول

د دید خبري اژانس: د افغانستان د امانتي صندوق په مالي مرسته د خوست ولایت په مندوزی، تڼي، زازی میدان او صبري ولسوالیو کې څلور روغتیايي مرکزونه پرانستل شول.

د افغانستان د امانتي صندوق په مالي مرسته په خوست ولایت کې څلور روغتیايي مرکزونه پرانستل شول. دا مرکزونه په مندوزی، تڼي، زازي میدان او صبري ولسوالیو کې د ۲۷ ملیون افغانیو په ټولیز لګښت جوړ او فعال شول.

د خوست د عامې روغتیا رییس اختر محمد اکرم د دې مرکزونو جوړول د سیمې د خلکو د روغتیا اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې دا مرکزونه باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

دا مرکزونه د میندو او ماشومانو د پاملرنې لپاره جوړ شوي، او هر یو یې د لږترلږه ۵۰۰ کورنیو ته د طبي او روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو وړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان تیر کال په خپل راپور کې اعلان وکړ چې د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډیدو له امله په ټول افغانستان کې لږترلږه ۴۲۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي، چې په ۳۰ ولایتونو کې یې له ۳ ملیون څخه ډیر خلک اغیزمن کړي دي.

د دې نویو مرکزونو پرانیستل کولی شي د خلکو روغتیایی اړتیاوې په جزوي ډول پوره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button