د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د بهرنیو ډیپلوماتانو او د نړیوالو سازمانونو له استازو سره په دوو جلا غونډو کې د پاکستان پر پوځي چلند نیوکه وکړه او له اسلام آباد یې وغوښتل چې د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسیو بیا غور وکړي.

متقي د بهرنیو چارو وزارت د افطار په میلمستیا کې ټینګار وکړ چې د غوښتنو د تحمیلولو لپاره د زور کارول نه یوازې د ستونزو په حل کې مرسته نه کوي، بلکې د افغان خلکو مقاومت هم زیاتوي. هغه وویل چې “د پاکستان د پوځي رژیم جنرالان په خپلو غلطو چلندونو سره د سیمې امنیت ګواښي” او خبرداری یې ورکړ چې افغان ملت د تاریخ په اوږدو کې د ځورونې په وړاندې سر نه دی ټیټ کړی او د خپل هیواد د خپلواکۍ او آزادۍ د دفاع لپاره به له هیڅ قربانۍ څخه ډډه ونه کړي.
د ډیپلوماتانو سره په یوه بله غونډه کې، د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان پوځي یرغل هم وغنده او ویې ویل چې د افغانستان اقدامات یوازې د خپل هوايي حریم او ملي حاکمیت د دفاع په چوکاټ کې ترسره کیږي. هغه زیاته کړه چې د طالبانو حکومت نه غواړي د کوم هیواد د حاکمیت سرغړونه وکړي، د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکو باندې ټینګار کوي.