افغانستانامنیت او حوادثخبرسیمه
کرزی: زور ته زړورتیا سره ځواب ورکړو
د دید خبري اژانس: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان وروستي هوايي بریدونه وغندل او اعلان یې وکړ چې پاکستاني الوتکو یو ځل بیا د کابل، کندهار او پکتیا ښارونه په نښه کړل.

کرزی: پاکستان به د بمبارۍ له لارې هیڅ ترلاسه نه کړي
د دې بریدونو په ځواب کې، کرزي ټینګار وکړ چې افغان ولس به په هر حالت کې په بشپړ یووالي سره له خپل هیواد څخه دفاع وکړي او د هغه په وینا، ” زور ته زړورتیا سره ځواب ووایی.”
هغه د اسلام آباد پر پالیسیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې پاکستان نشي کولی له هغو ستونزو څخه خلاص شي چې د تاوتریخوالي او بمباریو له لارې یې رامینځته کړي دي.
پخواني ولسمشر زیاته کړه چې حل لاره دا ده چې چلند بدل شي او د ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او له افغانستان سره د متمدنو اړیکو د جوړولو پالیسي ته لاړ شي، نه دا چې پوځي اقداماتو ته دوام ورکړل شي.