امنیت او حوادثخبرنړۍ

د اوربند له پیل وروسته د غزې تلفات زیات شوي

د دید خبري اژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له لسمې راهیسې، کله چې اوربند پیل شو، په غزه کې د اسراییلو بریدونو لږترلږه ۶۱۵ کسان وژلي او ۱۶۵۱ نور ټپیان کړي دي.

د دې احصایو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د قربانیانو ټولټال شمېر ۷۲،۰۷۲ کسان او ۱۷۱،۷۴۹ نور ټپیان شوي دي.

په عین حال کې، د حماس غورځنګ له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې پر اسراییلو فشار راوړي چې د اوربند شرایط ومني او د ملکي وګړو له نښه کولو څخه ډډه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button