د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان وکړ چې سبا، چهارشنبه (د دلو ۲۹مه) به د روژې لومړۍ ورځ وي.

محکمې وویل چې په پروان، کندهار، هلمند او زابل کې د روژې میاشت لیدل شوې ده.
سعودي عربستان او قطر هم چهارشنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه، خو ترکیې، اندونیزیا او مالیزیا پنجشنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.