د دید خبري اژانس: د حماس یوه جګپوړي مشر د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې غورځنګ به نه خپلې وسلې ږدي او نه به په غزه کې بهرنۍ مداخله ومني؛ دا دریځ د متحده ایالاتو او اسراییلو د غوښتنو سره مستقیم مخالفت لري.

د خبري سرچینو په وینا، د حماس د سیاسي دفتر پخواني مشر خالد مشعل په دوحه کې په یوه کنفرانس کې په خپله وینا کې ټینګار وکړ: “د مقاومت، د هغې د وسلو او هغو کسانو مجرم ګڼل چې دا مقاومت یې ترسره کړی هغه څه ندي چې د منلو وړ وي.”
هغه زیاته کړه: “تر هغه چې اشغال شتون ولري، مقاومت به وي. مقاومت د اشغال شویو هیوادونو حق دی؛ یو حق چې ملتونه پرې ویاړي.”
دا څرګندونې په داسې حال کې راځي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند، چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب شوی، خپل دوهم پړاو ته داخل شوی دی؛ هغه پړاو چې پر بنسټ یې د غزې بې وسلې کول – د حماس بې وسلې کول – او له سیمې څخه د اسراییلي ځواکونو تدریجي وتل تصور کیږي.
حماس په وار وار ویلي چې بې وسلې کول د دې ډلې “سره کرښه” ده، که څه هم په ځینو دریځونو کې یې اشاره کړې چې ممکن په راتلونکي کې د فلسطین خپلواکې ادارې ته د وسلو سپارلو په اړه فکر وکړي.
د خپل پیل راهیسې، حماس د هغه څه په وړاندې وسله واله مبارزه کړې چې دا یې په خپل اجنډا کې د اسراییلو لخوا د فلسطیني سیمو د اشغال په توګه ګوري.
په مقابل کي، اسراییلي چارواکي ادعا کوي چې دا غورځنګ لاهم په غزه کې شاوخوا ٢٠٠٠٠ وسله وال ځواکونه او نږدې ٦٠٠٠٠ کلاشینکوفونه لري.