افغانستانخبرسپورتنړۍ

د افغانستان د فوټسال مهمه لوبه نن ترسره کېږي

د دید خبري اژانس: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن (سه شنبه، د دلو ۱۴مه) د آسيا د ملتونو جام د یو پر څلورمه برخه لوبه کې د جاپان د ملي لوبډلې پر وړاندې یوه مهمه او پرېکنده لوبه وکړي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن (سه شنبه، د دلو ۱۴مه) د آسيا د ملتونو د جام په یو بر څلورمه برخه کې ولوبیږي. د هیواد ملي لوبغاړي به په دې مهمه لوبه کې د جاپان د ملي لوبډلې پر وړاندې مخامخ شي.

دا لوبه به د کابل په وخت د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو په اندونیزیا کې ترسره شي.

د سیالۍ په ګروپ پړاو کې، افغانستان وکولای شول چې د سعودي عربستان او مالیزیا په وړاندې په بریا سره د ناک اوټ پړاو ته لاره پیدا کړي، او یوازې له ایران څخه یې ماتې وخوړه.

د جاپان ملي لوبډله د ګروپ پړاو څخه د بشپړ نهو نمرو سره مخ شوه او د آسيا د فوټسال یو له پیاوړو ټیمونو څخه ګڼل کیږي.

د نن ورځې لوبه د افغانستان لپاره ځانګړې اهمیت لري، او ملي لوبډله هیله لري چې د ښه فعالیت په کولو سره مناسبه پایله ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button