د افغانستان په وړاندې د پاکستان جبري ډيپلوماسي: د ماتې محکوم؟
د دید خبري اژانس: د طالبانو حکومت ښودلې چې د فشار په وړاندې د مقابلې لپاره سیاسي او اقتصادي وړتیا لري. د چابهار بندر کارول او مرکزي آسیا ته د شمالي لارو پراخول، او همدارنګه د کډوالو د راستنیدو اداره کول، د نه همکارۍ لګښتونو منلو لپاره د طالبانو چمتووالی په ګوته کوي.

د افغانستان په وړاندې د پاکستان جبري ډيپلوماسي: د ماتې محکوم؟
د پوځي ځواک کارول یا د معاملې وسیلې په توګه د هغې د کارولو ګواښ اوس په پراخه کچه په نړیوالو اړیکو کې د ډیپلوماسۍ د یوې منل شوې برخې په توګه پیژندل شوی. “جبري ډيپلوماسي” یوه دفاعي ستراتیژي ده چې موخه یې د بل لوري په ګټه د اوسني حالت د بدلون مخه نیول دي.
په وروستیو کلونو کې، پاکستان هڅه کړې چې د دې وسیلې څخه کار واخلي ترڅو د طالبانو حکومت مجبور کړي چې په افغان خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) فعالیتونه ودروي؛ دا ډله د یوې لسیزې څخه ډیر وخت راهیسې د امریکا او ملګرو ملتونو د ترهګرو په لیست کې ده. خو، تر اوسه پورې دا هڅې د تلپاتې پایلو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې دي، او حتی د ترکیې او قطر په منځګړیتوب سره په وقفه یي اوربندونو کې د بنسټیز بدلون راوستلو کې پاتې راغلي دي.
د پاکستان د جبري ډیپلوماسۍ نوې څپه د هیواد دننه د وسله والو بریدونو کې د چټک زیاتوالي وروسته پیل شوه، چې ډیری وختونه د تحریک طالبان پاکستان ته منسوب کیږي. په دې پالیسي کې د افغانستان دننه هوایي بریدونه، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سرحدي نښتې، د افغان ټرانزیټ لارو تړل، او د افغان کډوالو ډله ایز اخراج شامل وو. پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې له یو ملیون څخه ډیر افغان کډوال، چې د اعتبار وړ اسناد یې درلودل، بیرته هیواد ته واستول. په هرصورت، طالبانو نه یوازې د تاوتریخوالي مسؤلیت رد کړ، بلکې د پاکستان کړنې یې هم وغندلې.
د دې پالیسۍ د ارزونې لپاره، موږ کولی شو د بروس جنټلسون او کریسټوفر ویټاک تیوریکي چوکاټ وکاروو، چې د جبري ډیپلوماسۍ بریالیتوب له دوو اصلي عواملو سره نښلوي: د جبري دولت ستراتیژي او د هدف دولت زیان منونکيتوب.
د ستراتیژیک لید څخه، د پاکستان یوه له اصلي ستونزو څخه د اهدافو او وسیلو ترمنځ ناانډولي ده. د طالبانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د ایډیالوژیکي او تاریخي اړیکو په پام کې نیولو سره، د طالبانو د بشپړ اخراج یا د ډلې پر وړاندې د طالبانو لخوا د مستقیم پوځي اقدام په څیر غوښتنې به د کابل حکومت لپاره ډیرې ګرانې وي، او د دوی د منلو احتمال کم دی.
دوهم عامل د “لګښت او ګټې تقابل” یا د متقابل عمل اصل دی. د طالبانو لپاره، د پاکستان د غوښتنو سره د موافقت لګښت، چې په یو وخت کې حتی د رژیم د بدلون په اړه بحث هم پکې شامل و، د نافرمانۍ د لګښت څخه ډیر لوړ دی. سربیره پردې، د پاکستان متضاد اقدامات، په شمول د محدودو بریدونو، د سرحدونو پرله پسې پرانیستل او تړل، او د کډوالو د اخراج په مسله کې پرله پسې شاتګ، د اسلام آباد د ګواښونو اعتبار کمزوری کړی دی.
له بلې خوا، د طالبانو حکومت ښودلې چې د فشار سره د مقابلې لپاره سیاسي او اقتصادي وړتیا لري. د سوداګریزو لارو د تنوع کولو هڅې، په شمول د چابهار بندر کارول او مرکزي آسیا ته د شمالي لارو پراخول، او همدارنګه د کډوالو د راستنیدو مدیریت، د نه همکارۍ د لګښتونو منلو لپاره د طالبانو لیوالتیا ښیي. دې انعطاف د پاکستان فشار د معنی لرونکو امتیازاتو د ترلاسه کولو مخه نیولې ده.
په لنډه توګه، د دې تیوریکي چوکاټ پر بنسټ، دا ویل کیدی شي چې د پاکستان جبري ډیپلوماسي د خپلو غوښتنو د غیر متناسب طبیعت، د دوی د ګواښونو د اعتبار کمیدل، او د طالبانو د لګښتونو د زغملو وړتیا له امله د ناکامۍ سره مخ ده. د “رژیم بدلون” له خبرو اترو څخه د اسلام آباد وروستی شاتګ او په کابل کې د حکومت سره د همکارۍ لپاره د هغې لیوالتیا هم دا ناکامي تاییدوي. په هرصورت، د پاکستان د امنیتي غوښتنو پوره کولو کې پاتې راتلل هیواد په یو زیان منونکي حالت کې پریښود، او په منځني او اوږد مهال کې د تاوتریخوالي د دوام یا زیاتوالي امکان لاهم پاتې دی.
ژباړه او لنډیز: سید طاهر مجاب – دید خبري اژانس
لیکوال: احمدالله ارچیوال
سرچینه: د سویلي آسیا غږونه_ South Asian Voices