د دید خبري اژانس: د چهارشنبې په ورځ، د دلو په ۸مه، له پاکستان او ایران څخه ۱۶۶۷ کډوال هیواد ته راستانه شول.

۱۵۴۱ افغان کډوال له پاکستان څخه د تورخم، سپین بولدک او بهرامچه له لارې هیواد ته داخل شول. په ورته وخت کې، ۱۲۶ نور کډوال له ایران څخه د اسلام کلا او ورېښمو لارې له لارې هیواد ته راستانه شول.
د مسؤلو سرچینو په وینا، دا بیرته راستنیدونکي د افغان کډوالو د بیرته راستنیدو د روانې پروسې په چوکاټ کې ترسره شوي، او په سرحدي پولو کې اړوندو ادارو راستنیدونکو ته اړین اساسي خدمات چمتو کړي دي.