افغانستانخبر

په ټول افغانستان کې د درنې واورې او تیزو بادونو وړاندوینه

د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې د نسبتا درنې واورې، درنو بارانونو او تیزو بادونو خبرداری ورکړی دی.

په ټول افغانستان کې د درنې واورې او تیزو بادونو وړاندوینه
د دې سازمان د اعلان له مخې، سبا (دوشنبه، د دلو ۶) د نورستان، کونړ، بغلان، پروان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، بامیان، غزني، زابل، ارزګان، دایکندي، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې د سالنګ لارې په ګډون د دې هوا حالت وړاندوینه شوې ده.

دې سازمان له خلکو وغوښتل چې په غرنیو لارو او د ځمکې ښویېدو خطر لرونکو سیمو کې د سفر کولو په وخت کې له احتیاط څخه کار واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button