افغانستانخبر

په سالنګ کې د مسافر وړونکي بس چپه کېدو؛ ۵ تنه ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول

د دید خبري اژانس: د سالنګ په لویه لاره کې د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله پنځه تنه هېوادوال ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول. د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت وايي چې د خرابې هوا له امله د سالنګ لویه لاره په موقت ډول د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

په سالنګ کې د مسافر وړونکي بس چپه کېدو؛ ۵ تنه ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول
د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په وینا، بس چې له شمال څخه جنوب ته روان و، د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله له عمومي سړک څخه ووت او چپه شو.

دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۲:۰۰ بجې د شمالي سالنګ اړوند د شاول په سیمه کې رامنځته شوه.

له پېښې وروسته، د فواید عامې وزارت د سالنګ لارې د ساتنې او پاملرنې څانګې کارکوونکي او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته ورسېدل او ټپیان یې د درملنې لپاره د خنجان کلینیک ته انتقال کړل.

د فواید عامې وزارت یو ځل بیا له موټر چلوونکو او مسافرو څخه غوښتي چې د سالنګ په لاره کې د سفر پر مهال د ګمارل شویو ټیمونو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي، د ترافیکو قوانین مراعات کړي، او اړین توکي لکه ګرمې جامې، خواړه او د موټرو لپاره زنځیرونه له ځان سره ولري.

د وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په سالنګ لاره کې واوره او نسبتا طوفاني هوا روانه ده، او د لویو لارو کارګران د واورې په پاکولو بوخت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button