خبرخبرې اترېسیمهنړۍ

کرملین: له امریکا سره خبرې رغنده وې؛ د اوکراین په اړه اختلافات دوام لري

د دید خبري اژانس: د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف وویل چې که څه هم د اوکراین په اړه د مسکو او واشنګټن ترمنځ وروستۍ خبرې اترې “رغنده” وې، خو دواړه خواوې لا تر اوسه د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته نه دي رسیدلي او د پخلاینې لاره لا هم ستونزمنه ده.

د روسي سرچینو په وینا، اوشاکوف د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روسیې او امریکا د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ په کرملین کې ترسره شوې خبرې پرمختګ کړی، خو اختلافات، په ځانګړې توګه د اوکراین د ځمکنیو مسلو په اړه، د سولې موافقې ته د رسیدو مخه نیسي.

دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او د ډونالډ ټرمپ له نږدې سلاکار جرډ کوشنر سره ولیدل.

په دې ټینګار سره چې د پخلاینې لپاره اوږده لاره پاتې ده، اوشاکوف وویل چې دواړو خواوو موافقه کړې چې د خبرو جزئیات افشا نه کړي. هغه زیاته کړه چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکې او مشورې به د اوکراین د بحران د پای ته رسولو لپاره د لارو چارو لټولو ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button