افغانستان
په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې بشري ناورین لا پسې زیات کړی
د دید خبري اژانس: د سره صلیب سیمه ییز رییس خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې وروستیو زلزلو د اقتصادي بحران او وچکالۍ په منځ کې د خلکو ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.

په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې بشري ناورین لا پسې زیات کړی
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د آسیا او آرام سمندر سیمه ییز رییس ریګیس ساویوز، نن، چهارشنبه، د عقرب په ١۴مه اعلان وکړ چې افغانستان په دوو میاشتو کې له دوو ویجاړونکو زلزلو سره مخ شوی دی.
هغه زیاته کړه: “کورنۍ د خپلو کورونو د نړېدو او د هغوی د ټولو شیانو د له لاسه ورکولو له امله د شپې له خوبه پاڅېدې.
دا ویجاړتیا هغه ستونزې لا پسې زیاتوي چې په هیواد کې د اقتصادي بحران، وچکالۍ او روان بشري بحران په منځ کې شتون لري.