د دید خبري اژانس: د ټولنې او پولیسو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او باور د زیاتولو په هدف، په خوست ولایت کې د پولیسو راډیو یوه نوې څانګه پرانیستل شوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په خوست ولایت کې د پولیسو راډیو څانګه په رسمي ډول پرانیستل شوې ده.
دا راډیو د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي او هدف یې د خلکو او پولیسو ځواکونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده.
د وزارت د اعلامیې له مخې، د پرانیستې مراسم د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس عبدالحکیم همت آخندزاده، د وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع، د خوست ولایت مرستیال والي محبوب شاه قانت، د خوست امنیه قوماندان عبدالله حماد او یو شمیر نورو چارواکو په شتون کې ترسره شول.
د مراسمو په جریان کې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وویل چې د پولیسو راډیو د اسلامي نظام د ادارو د لاسته راوړنو او فعالیتونو د منعکس کولو لپاره یوه ارزښتناکه سرچینه ده او د خوست څانګې پرانیستل کولی شي د خلکو او پولیسو ترمنځ د همکارۍ او باور د زیاتوالي لپاره لاره هواره کړي.
د خوست د پولیسو راډیو به ۲۴ ساعته فعالیت وکړي او ټاکل شوې ده چې اوریدونکو ته په ټولنیزو، کلتوري، اقتصادي، تعلیمي او اصلاحي برخو کې بیلابیل پروګرامونه خپاره کړي.