د دید خبري اژانس: چین د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اوربند د تړون په منځګړیتوب کې د ترکیې او قطر د رول ستاینه وکړه او ویې ویل چې هیله لري دا تړون به په سیمه کې د تلپاتې سولې لامل شي.

چین: موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تلپاتې سولې ملاتړ کوو
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جی آکن په بیجینګ کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: “چین د دواړو هیوادونو [افغانستان او پاکستان] ترمنځ د اوربند هرکلی کوي او د اړوندو هیوادونو د رول ستاینه کوي.” هغه یادونه وکړه چې پاکستان او افغانستان دواړه د چین دودیز ګاونډیان او ملګري دي.
ګوو دا هیله هم څرګنده کړه چې دواړه هیوادونه کولی شي خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي او د سیمه ایز ثبات د لوړولو لپاره دوامداره اوربند ترلاسه کړي. هغه ټینګار وکړ چې چین چمتو دی د دې پروسې ملاتړ کې رغنده رول ولوبوي.
لومړنی اوربند د لا مفصلو خبرو اترو لپاره د پیل ټکی دی. د پاکستاني چارواکو او د افغانستان سرپرست حکومت ترمنځ د جدي خبرو اترو راتلونکی پړاو د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې ترسره شي.